Cyber Security Sa Ta Waye Pashto ke

سایبري امنیت(cyber security) څه ته وایې؟

 

سایبري امنیت(cyber security) څه ته وایې؟

مونږ نن سبا په یو داسې ډیجیټلې نړی کې ژوند کوو چې زمونږ سر او کار له سایبري فضا(cyber space) سره ده، چې سایبري فضا او سایبري جرمونه او سایبري حملې نه بیلیدونکې اړیکې سره لرې چې دا زمونږ معلوماتو او محرمیت ته یو ستر ګواښ جوړوې. نو په سایبري فضا کې دسایبري جرمونو څخه د خوندېتوب په خاطر باید سایبري امنیت باندې ځان پوه کړو او په خپل ژوند کې عملې کړو ترڅو په سایبري فضا کې خپل محرمیت خوندې وساتو.

د سایبري امنیت په معنا باندې د پوهیدو په خاطر اول ددې لغوې معنا درپیژنو او بیا یې تعریف کوو:

د Cyber Security لغوې معنا

د Cyber لفظ د کمپیوټر، آئې ټي او انټرنېټ پورې اړوند اصطلاحاتو کې د مختاړي په حیث کارول کېږي او د هغې لغت معنا د کمپیوټر او انټرنېټ پورې مربوطوي لکه Cyber Crime(سایبري یا انټرنېټې جرم)، Cyber Ethics(سایبري یا انټرنیټې اخلاق) او نور اصطلاحات، او Security په معنا د امنیت ده؛ نو سایبري امنیت په لاندې ډول تعریفوو:

د Cyber Security تعریف

Cyber Security او یا سایبري امنیت د ټولو هغه فعالیتونو او تخنیکونو مجموعه ده، چې د انټرنېټ او د انټرنېټ سره وصل شوي سیستم، نټورک، سافتویر، هارډویر، شخصي معلومات او همدارنګه نور الکترونیکې الات (لکه کمپیوټر او سمارټ فون) له سایبري حملو او غیر قانوني فعالیتونو څخه خوندي ساتي.
غیر قانوني فعالیتونو چې د غیر مسؤول شخص لخوا ترسره کېږې لاندې کړنې شاملې دي.

  • معلوماتو ته لاسرسی.
  • په معلوماتو کې تغیر او تبدیل راوستل.
  • د هغې افشا کول
  • د هغې څخه بده استفاده کول او د هغې له منځه وړل.

دا معلومات کیدلی شي چې فزیکې او یا الکترنیکي ډول شتون ولري او دا معلومات هرڅه کیدلی شي لکه ستاسو په اړه معلومات، ستاسو کارت نمبر، ستاسو کور نمبر، ستاسو موبایل کې محرم معلومات، ستاسو د پیداییښت تاریخ او نور هغه معلومات چې تاسو یې نه غواړي افشاء شي شامل دي.

د سایبري امنیت هدفCyber Security goal

له سایبري امنیت   څخه هدف د سایبري حملو خطر راکمول دي، ترڅو غیر مسوول کس ته اجازه ورنه کړل شي چې د انټرنېټ له لارې یو سیستم ته لاسرسی پیداکړي، د هغې په نورمال خدماتو کې ځنډ راولي، د هغې په معلوماتو کې بدلون راولي اویا له منځه یوسي.
 سایبري امنیت   ته Information Technology Security  او همدارنګه Internet Security هم ویل کېږي.
Cyber Security او Information Security زیاتره وخت د یو بل پرځای کارول کېږي ځکه چې د دواړو هدف یو سیستم له غیر مسوول کس لاسرسي او غیر قانوني فعالیتونو څخه ژغورل دي؛ خو د دواړو ترمنځ یو څه توپیر موجود دی هغه داچې Information Security یو سیستم او د هغې معلومات له هر ډول خطراتو او غیر قانوني فعالیتونو څخه خوندي ساتي؛ خو Cyber Security له انټرنېټ سره د وصل شويو سیستمونو، د هغې معلومات او همدارنګه نور الکترنیکي الات له سایبري خطراتو او حملو څخه خوندي ساتي.

د سايبري امنیت اهمیتCyber security importance

لکه څرنګه چې انټرنېټ د 21st پېړۍ د مهمو ابتکاراتو څخه ګڼل کېږي او زموږ د ژوندانه په ډېرو برخو یې سیوری غړولی دی د نن ورځې انټرنېټ زموږ د ژوند ډيری فعالیتونه بدل کړي دي لکه خبرې کول، لوبي، تجارتي کارونه، اخیستل او خرڅول، د نویو ملګرو پیداکول، په کلیزو، کانفرانسونو کې ګډون کول او داسې نور هم زیات کارونه په ژوند کې لرو،  چې د انټرنېټ په مټ په اسانۍ سره ترسره کولای شو په لنډ ډول داسې ویلای شو چې انټرنېټ  هر ډول وګړو ته که نارینه وي او که ښځینه وي، که لوی وي او که ماشوم  او که د هر مسلک وي ټولو لپاره یې سهولت او کاري اسانتیاوې رامنځته کړي دي.

نو انټرنېټ یوه بیله نړۍ ده او نن سبا تر هر وخت ډېر وګړي دغه نړیوال جال کې سره وصل دي او څرنګه چې په یوه ټولنه کې ښه او بد وګړي شتون لري؛ نو موږ ته پکار دي چې د انټرنېټ له ګټو څخه استفاده وکړو او له تاوان څخه خپل ځانونه او کورنۍ وژغورو ترڅو زیان ورته ونه رسیږي؛ نو سایبري امنیت د هر دولت، کمپنۍ، پوهنتون، طبي او تجارتي ادارو لپاره ډېر مهم دي.

سایبري مجرم Cyber criminal

سایبري مجرم هغه شخص ته ویلی شې چې هغه د انټرنیټ، کمپیوټر او یا نور الکترونیکې الاتو څخه په استفادې سره غیر قانونې فعالیتونه ترسره کوې او د انټرنیټ کاروونکې معلومات او د هغې محرمیت له ګواښ سره مخامخ کوې.

سایبري مجرم کیدای شې چې یو مسلکې اویا هم غیر مسلکې شخص وې، او کوم سایبري جرم چې رامنځته کیږې په هغې کې یو مجرم او یا هم د مجرمینو ګروپ شامل وې.

د سایبري مجرمینو اقسامTypes of cyber criminals

د سایبري مجرمینو اقسام پیژندنه له مونږ سره همکارې کوې ترڅو په اسانی سره خپل محرمیت او همدارنګه د یو ادارې مهم معلوماتې منابع له سایبري حملو څخه خوندي وساتو، سایبري مجرمین زیات شمیر اقسام لرې چې ځینې پلاندې ډول درپیژنو.

  • The Social Engineer

دا ډول سایبري مجرم د یو سیستم کاروونکې څخه د مهمو معلوماتو اخيستلو او پټولو په خاطر هغه کس تعقیبوې او د هغې سره اړیکې جوړوې. په دې کې  ډېر په تخنیکی شکل سره یو کارونکي سره اړیکه ساتي او هغه تېرباسي او دېته يې مجبوروي ترڅو خپل مهم معلومات ښکاره کړي؛ خو کاروونکي په دې نه پوهېږي چې دا کار له ما سره د څه په خاطر کېږي.

  • Hacker

هر هغه څوک چې ددې توانایي ولري چې د کمپیوټري سیستم یا شبکې ضعیفه نقطې (Vulnerability) پیدا کړي او بیا ددې نقطو نه په استفادې سره د خپل پوهې پر اساس کمپیوټري سیستم یا شبکه په خپل اختیار کې راولي، هیکر بلل کیدای شي. هیکران هم د خپل هدف او مقصد په بنیاد په څو ډولونو باندې ویشل شوې دې چې وروسته به ترې یادونه وکړو.

  • Disgruntled Employees

دا ډول سایبري مجرم د یو کمپنی په داخل کې هغه ناراضه مامور دی چې غواړي د کمپنی مهم معلومات افشا شې او د هغې سایبري امنیت له خطر سره مخ کړې. دا ډول مجرم د یو کمپنی لپاره ډیر سخت تمامیدلی شې ځکه چې مجرم ته د کمپنی ټول معلومات او د هغې ځای هم ورته معلوم وې.

  • Internet stalker

دا ډول مجرم د انټرنېټ یا د یوکمپیوټر په کارولو سره د یو کس د زورونې، تحدیدلو او یا هم د ناکامولو لپاره جرم ترسره کوي، چې دا کیدای شي د برېښنالیک، سوشیل میډیا او یا هم د انټرنيټ په نورو ویباسایټو کې د پوسټ له امله ترسره شې.

https://www.travelers.com/resources/business-topics/cyber-security/5-types-of-cyber-criminals

https://www.geeksforgeeks.org/cyber-criminals-and-its-types/

 

by Zakirullah Zahid. 

Zakirullah Zahid

Cybersecurity Professional - Pashto Writer

د سایبر امنیت مسلکی - پښتو لیکونکی

Leave a Comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Home
Sign Up